ایکنانیوز د فلسطیني خبري آژانس شهاب له قوله راپور راکړی؛ د مسجدالاقصي خطیب، شیخ عکرمه صبری ، د صهیونيسټي رژیم د کرغیړنو اقداماتو او د هغوی د پایلو په اړه خبردارۍ ورکولو سره، څرګنده کړه چې صهیونیسټان له خپلو اخترونو څخه د الاقصي جومات په وړاندې د هدفي او منظمو بریدونو د زیاتولو لپاره ناوړه استفاده کوي.
عکرمه صبری دوام ورکړی چې د نیواکګرو موخه د مسجدالاقصي د وخت او ځاي تپل دي او په نهایت کې د مسلمانانو د شتون ختمول او له مینځه وړل دي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې الاقصی جومات د مسلمانانو حق دی او یوازې په هغوي پورې اړه لري، او دا حق د الهی امرونو لخوا تائید شوی دی.
د الاقصی جومات خطیب همدا راز څرګنده کړه چې د صهیونيسټي نیواکګرو له خوا پر دین او د بیان پر ازادۍ د دباؤ زیاتول، د دوي د ډیکټاتورئ د خوي څرګندو نه کوي او د نیواکګرو د ډموکراسۍ ادعا رسوا کوي.
هغه په پای کې له مسلمانانو غوښتنه کړې چې د نیواکګرو د شیطاني پلانونو په مقابل کې دې په مسجدالاقصي کې پیاوړی او دایمي شتون ولري.
مخکې له دې، افراطي یهودي ډلې د عبري نوي کال په پیل کې په الاقصي جومات باندې د پراخو بریدونو غوښتنه کړې وه.
په تېرو درو شپو ورځو کې هم د صهیونیسټ میشته ښارګوټو څه د پاسه اته سوه صهیونیسټي اوسیدونکو د نیواکګرو پولیسو په ډیر ملاتړ سره په الاقصی جومات یرغل کړی دی.
د قدس د اسلامي وقف ادارې څو ځله د دغو یرغلونو د بندولو غوښتنه کړې ده، خو د صهیونيسټي رژیم چارواکو دې غوښتنې ته پام نه دی کړی.
https://iqna.ir/fa/news/4307003